دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 198656
غزنی: د طالبانو په برید کې «۳۱» عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کابل کندهار په لویه لاره د غزني ولایت په حدودو کې د طالبانو برید ۳۱ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او ګڼې شوبلې يې ویجاړې کړې.
د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « د الفتح بریمنو عملیاتو په لړ کې تېره ورځ مازدیګر د غزني ولایت، شلګر ولسوالۍ اړوند یرګتو او د قرباغ ولسوالۍ اړوند مشکي سیمه کې د  نظامي کاروان ځپونکي وسله وال بریدونه ترسره کړل، دغه بریدونه د کابل – کندهار په لویه لاره کندهار ته په تلونکي کاروان ترسره شوي، چې تر ۴ ساعتو زیات یې دوام درلود.»
خبرپاڼه زیاتوي « د راپور له مخې دغو بریدونو کې  ۲ زغروال ټانکونه او ۸ غټ د عملې موټر ویجاړ شوي،  ۱۶ عسکر شهید شوي او ۱۵ نور ژوبل دي.»
د غزني ولایت چارواکو تر دې دمه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcaman6i49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته