دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۱
د مطلب کود : 198799
کله چې زکام ( رېزش ) کېږو نو څه باید وکړو؟/ ژباړه : محمد عزيز پردېس
د زکام پر وخت ټول هيله لرو چې ژر تر ژره مو روغتيايي حالت ښه شي، له خپل ځان څخه پوښتو چې څرنګه او د کوم ډول خوراکي توکو د مصرفولو په مرسته کولی شو دا کار وکړو.
سره له دې چې زکام دومره مهمه ناروغي نه ده؛ په ظاهره توګه همدا ساده ناروغي کله ناکله د دې لامل ګرځي چې وګړي د يو څه مودې لپاره پر کور بستر شي او له خپلو ورځنيو کارونو څخه شاته پاتې شي. همدرانګه دا ناروغي ډېره ساري ده، کله چې د کورنۍ يو غړی پرې ککړ شي نو په معمول ډول د کورنۍ نورو غړو ته هم سرايت کوي.
دې ليکنه کې به په دې ټکو وغږېږو چې څرنګه کولی شو د دې ناروغۍ د ککړتيا پر وخت، خپل روغتيايي حالت ښه کړو او له کوم ډول خوراکي توکو څخه ګټه واخلو.
لومړی به هغه خوراکي توکو ته نغوته وشي چې معمولا زمونږ کورونو کې په آسانه توګه لاس ته راځي:
» نعناع: نعناع  د داسې مادې درلودونکې ده چې زمونږ  د ناروغۍ د سکون  او د پوزې بهېدنې د مخنيوي لامل ګرځي.    ښه به وي چې د رېزش پر وخت د نعناع پاڼې د جوش کړو اوبو سره مصرف کړو ترڅو زمونږ  زکام ارامه کړي.
» زنجفيل: دم شوي زنجفيل په هغه صورت کې چې تبه او لرزه ولرو، بدن مو ګرمولی  شي. تازه ميده شوي زنجفيل دې د يوې چای خورۍ کاشوغې په اندازه په يو ګېلاس جوش شوو اوبو کې واچول شي او مصرف دې شي.
» دارچين: دارچين د زنجفيلو په څېر تېز خوند لري او د ګرمۍ احساس رامنځ ته کوي. د دارچينو کمه اندازه پوډر دې ګرمو اوبو ته واچول شي او جوش دې کړل شي، ترڅو د پوزې بندښت له منځه يوسي. له دې اوبلنې ( مايع ) څخه کولی شو د څښلو لپاره هم  ګټه واخلو.
» شات: له شاتو څخه چې په هر ډول ګټه واخېستل شي نو د زکام لپاره درمل دي. څېړنې ښيي کوم ماشومان چې د ورځې يوه کاشوغه شات خوري نو د زکام پر وخت کم اپرنجي کوي او ښه خوب لري.
» ليمو: په ليمو کې د C ويټامينو موجوديت، د دې ناروغۍ لپاره درمل بلل کېږي. د زکام پر وخت د ليمو اوبو مصرفول ډېره ګټه لري.  د ستوني درد له منځه تللو لپاره لږ اندازه ليمو په يو ګيلاس جوش شوو اوبو کې واچوئ او د چای خورۍ کاشوغې په اندازه شات او يا هم، د لږ اندازه زنجفيل په اضافه کولو سره يې مصرف کړئ.
» مالګينې اوبه: مالګينې اوبه د ستوني درد التهاب راکموي او د مالګې اوبه کولی شي زمونږ د ستوني درد آرامه کړي.
د چای خورۍ کاشوغې په اندازه مالګه يو ګيلاس اوبو کې واچوئ او غرغره يې کړئ.
» سوپ: اوبلن او مغذي خوراکونه د دې ناروغۍ په رفع کولو کې رغنده رول لوبولی شي، په ځانګړي ډول د سوپ خوراک. په سوپ کې موجود مواد د زکام او ستوني درد لپاره ګټور دي.
اړينه ده چې د زکام پر وخت لاندې ټکي مراعت کړو:
» بشپړ خوب: د خوب کمښت د ناروغيو پر وړاندې د کمزورۍ لامل ګرځي. په متوسط ډول د لوړ عمر درلودونکي  په ۲۴ ساعتونو کې له ۶ څخه تر ۸ ساعته ، نوی زېږېدلی ماشوم ۱۸ ساعته، د خاپوړو ماشوم له ۱۲ څخه تر ۱۳ ساعته او ښوونځي ته تلونکی هلک ۱۰ ساعته خوب ته اړتيا لري.
» ورزش: جسمي فعاليتونه د هر ډول ناروغيو پر وړاندې سپر بلل کيږي.
» پاکوالی: په صابون د لاسونو وينځل بايد هېر نشي. څېړنې ښيي چې د معمولي صابونو څخه ګټه اخېستل هم د ميکروبونو په لمنځه وړلو کې موثر دي. پکار ده هر ځلې  د لاسونو د ګوتو منځونه، د نوکانو شاوخوا او د لاسونو شا دې  د ۲۰ ثانيو لپاره په منظم ډول ومينځل شي. له ډوډۍ خوړلو څخه وړاندې او وروسته، د  بهر څخه د راتګ پر وخت او له تشناب څخه وروسته  پر صابون د لاسونو وينځل، مونږ سره د ناروغيو په مخنيوي کې  ډېره مرسته کوي.
کله چې زمونږ د کورنۍ د غړو څخه يو فرد پر زکام اخته کېږي نو لاندې ټکي بايد هېر نه کړو:
» د اوبو مصرف: د اوبو څخه په ډېرې ګټې اخېستنې سره زمونږ تنفسي سيستم صاف پاتې کېږي او د ميکروب د خپرېدو د مخنيوي لامل ګرځي.
» د هوا پاکوالی: هره ورځ بايد د يوې لنډې مودې لپاره د کړکيو پلې خلاصې پرېښودل شي ترڅو په خونو کې موجود ميکروبونه بهر شي او تازه هوا راننوځي.
» د مېوې او ترکارۍ مصرف : نارنج، ليمو، کشمش، نعنا، ګشنيز، شلغم، ګاذرې او زمنکي توتان  د داسې ويټامينونو درلودونکي دي چې د زکام په له منځه وړلو کې ګټور دي.
https://avapress.com/vdci3vaz3t1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته