دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 198874
ایران او هند غواړي د چابهار بندر چارې ګړندۍ کړي
تهران او نوې ډیلي هوکړه کړې چې د چابهار بندر پروژې چارې چټکې پای ته ورسوی.

هندي رسنیو لیکلي چې دا هکړه ایران ته د هند د بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال شوې ده.
دیخوا د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وایي چې هند او ایران چابهار بندر کې د سوداګرو تشویق لپاره له پنځوسو تر نوي سلنې پورې تخفیف اعلان کړی دی.
همدا شان ټاکل شوې ده چې د تهران، ډیلي او کابل ترمنځ د دغه بندر عملیاتي قرارداد هم لاسلیک شي.
د روان کال فبرورۍ میاشت کې د تالکو تیګو یوه ډکه لارۍ له دغې لارې هند ته انتقال شوه.
خو د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه وایي چې سوداګرو پر ایران د امریکا بندیزونو له امله له هندي شرکتونو د خپلو توکو پیسې نه دي ترلاسه کړي.
د یادې خونې مرستیال، سخي احمد پیمان وویل چې د دغې خونې غړو تر اوسه نږدې ۱۰۰۰ ټنه د تالکو تیږه د چابهار بندر له لارې هند ته انتقال کړي، خو هندي شرکتونو پر ایران د امریکا بندیزونو له امله د افغان سوداګرو پیسې نه دي ورکړي.
د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه د چابهار له لارې ۵۰۰ زره ټنه توکي صادر شوي یا وارد شوي دي.
د ټرانسپورټ وزارت وایي د افغانستان، هند او ایران استازو د چابهار بندر د پراختیا د ګډې کمیټې دویمه ناسته کې د سوداګرو پر ستونزو خبرې کړي او تمه کیږي چې د سوداګرو پیسو لیږد رالیږد لپاره په ډیلي او ایران کې دوې بانکي څانګې جوړې شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي تازه اعلان کړی چې د چابهار بندر بندیزونو په تړاو یې هند ته یو محدود معافیت ورکړی او موخه یې هم داده چې د هند بشري مرستې له دغې لارې افغانستان ته انتقال شي.
 
https://avapress.com/vdccm4qs02bqo48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته