دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 198938
د مالیې وزارت دوه معینان ولید تمیم او زاهد همدرد په کور شول
 د مالیې وزارت دوه معینان ولید تمیم او زاهد همدرد له خپلو دندو څخه استعفاوې ورکړې دي.
ولید تمیم څو میاشتې وړاندې د عبدالله رقیبي پر ځای د عوایدو او ګمرکونو معین وټاکل شو او زاهد همدرد به د همدغه وزارت مالي معینیت پر غاړه درلود.
ولید تمیم سره له دې چې په هند کې د افغانستان سرپرست سفیر وټاکل شو، د اسد په میاشت کې د ګمرکونو معینیت ته راوستل شو په داسې حال کې چې د فساد درې دوسیې یې هم په څارنوالۍ کې لرلې.
همدا راز زاهد همدرد بیا د تېر کال په جدي میاشت کې مقرر شوی و، چې اوس یې په اړه سرچینه وايي، ولسمشر د دغو دواړو معینانو پر مدیریتي ضعف بیا بیا نیوکې لرلې.
https://avapress.com/vdcdsj0fjyt0nn6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته