دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۹:۴۹
د مطلب کود : 199236
طالب بندیان د امریکا سره په سوله کې خپله آزادي ویني – رپوټ
د طالبانو یو شمیر بندیانو د اسوشیتید پرس اژانس سره په مرکو کې د امریکا او طالبانو د سولې موافقه د خپلې آزادۍ ټکټ گڼلې.

د امریکا متحده ایالات او د افغانستان حکومت د سولې د موافقې لپاره په اوربند ټینگار کوي، خو طالبانو نن د دسمبر په ٣٠ ویلي چې د اوربند کولو لپاره هیڅ ډول تصمیم نلري.
اسوشتیدپرس په یو رپوټ کې ادعا کړې چې طالبانو په زندانونو کې منظمې ارتباطي شبکې لري، د خپلو نويو بندي شويو ملگرو معلومات ثبتوي او پوهیږي چې ددې ډلې څومره بندیان ناروغ او یا مړه شوي دي.

د بندیانو اړوند معلومات د ملا نورالدین ترابي په مشرۍ د بندیانو کمیسیون ته استول کیږي. ملا نورالدین ترابي د طالبانو د رژیم پر وخت د عدلیې وزارت سرپرست و.
د طالبانو یو لوړپوړی غړی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو نه خبر دی د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې د مذاکراتو په ترڅ کې امریکا ته د ٥٠٠٠ طالب بندیانو لست ورکړل شوی دی چې د هغوی خوشې کیدل د امریکا-طالبانو د سولې د موافقې یو جز دی.

د رپوټونو له مخې ښاغلي خلیلزاد د طالبانو نه غوښتي چې لس ورځې اوربند وکړي؛ هغه اوربند چې د امریکا-طالبانو د سولې موافقې لاسلیک، د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتلو او د ١٨ کلنې جگړې پای ته رسیدو ته زمینه برابروي چې د امریکا اوږده جگړه گڼل کیږي.
تر اوسه په سلگونو طالب بندیان د افغانستان د زندانونو څخه په مختلفو پړاونو کې خوشې شوي دي او تازه پیښه یې د انس حقاني په گډون د طالبانو د درې لوړپوړو غړو خوشې کیدل دي چې د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوو یرغمل شویو استادانو سره تبادله شول.
انس حقاني د حقاني شبکې د موسس جلال‌الدین حقاني زوی او د حقاني شبکې د اوسني مشر او د طالبانو د دوهم لوړپوړي غړي سراج‌الدین حقاني کوچنی ورور دی.
منتقدین وایي چې د طالبانو اکثر خوشې شوي بندیان بیرته د جگړې جبهو ته ځي او دافغانستان د حکومت پر ضد جنگیږي.
اسوشیتدپرس رپوټ ورکړی چې د نومبر په میاشت کې په یو زندان کې وروسته له هغې اړ و دوړ رامنځ ته شو چې مقاماتو غوښتل د بندیانو نه تیلیفونونه او مخدر مواد ضبط کړي. ددغې پیښې په ترڅ کې ١٦ تنه ووژل شول چې اکثریت یې طالبان وو.
افغان مقامات وایي شاوخوا ٣٠٠٠ طالب جنگیالي د پلچرخي په زندان کې بندیان دي، خو یو طالب بندي مولوي نیاز محمد د اسوشیتدپرس اژانس ته ویلي چې شاوخوا ۱۰۰۰ طالبان پدې زندان کې بندیان دي او نور بندیان هغه کسان دي چې د طالبانو سره خواخوږي لري او یا د نورو جرمونو په کول بندیان شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfm1dyvw6d10a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته