دخپریدو نیټه :جمعه ۱۳ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 199551
ښځې د جراحۍ عملیاتو پر مهال اور واخیست او مړه شوه
د رومانیا په یوه روغتون کې یوې ناروغې ښځې د جراحۍ عملیاتو پر مهال اور اخیستی او وروسته د سوځېدنې له کبله یې ساه ورکړې. دا پېښه د دسمبر پر ۲۲مه نېټه د بوخارېست ښار په یوه روغتون کې رامنخته شوې ده. وژل شوې ۶۶ کلنه ښځه د تریخي په سرطان اخته وه.

د رپوټونو له مخې ډاکټرانو تر جراحۍ وړاندې د دې ښځې پر بدن یو ډول الکولي مواد کارولي وو، چې د زخم شاوخوا پوستکی پاکوي.
خو وروسته ډاکټرانو د جراحۍ لپاره برېښنایي چړه کارولې ده، او کله چې دا چړه پر الکولي موادو لګېدلې نو د ناروغې ښځې ټول بدن اور اخیستی.
د دې تېروتنې له کبله د ښځې د بدن ۴۰ سلنه برخه سوځېدلې وه او یوه اوونۍ وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.
ځایي رسنۍ وایي چې پولیسو د دې ښځې د وژل کدو په تړاو قضیه پرانیستې ده.
کورنۍ یې وایي، دوی ته یوازې دومره ویل شوي وو چې دا پېښه یو تصادف و، او نور خبر نه وو چې د جراحۍ پر مهال څه پېښ شوي وو.
دوی وایي چې وروسته د رسنیو له لارې په اصله کیسه خبر شول، خو زیاتوي چې پر چا عریضه نه کوي، او یوازې غواړي په حقیقت پوه شي.
د رومانیا د عامې روغتیا وزیر وېکټر کوسټاچ ژمنه کړې ده چې د دې خواشینوونکې پېښې پلټنه به کوي.
نوموړي په یوه اعلامیه کې ویلي، له دې پېښې باید درس واخیستل شي، او وزارت به یې د حقیقت مالومولو لپاره هر اړین ګام اخلي.
مرستیال وزیر هوراتیو مولدوان ویلي، ډاکټران باید خبر وای چې کله د جراحۍ لپاره برېښنایي چړه کارول کېږي نو باید د ناروغ پر پوستکي الکولي مواد ونه کارول شي.
د اروپایي ټولنې په غړنو هېوادونو کې رومانیا هغه هېواد دی چې پر عامه روغتیا تر ټولو کمې پیسې لګوي.
دې هېواد کې د زېږون پر مهال د ماشومانو مړینه هم په اروپا کې تر ټولو ډېره ده
 
https://avapress.com/vdcft1dyyw6d1ta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته