دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۳
د مطلب کود : 199594
د کابل پولیسو د ښار په اتلسمه حوزه کې د سایبري جرمونو په تور یو کس نیولی دی.
د افغان خبرې اژانس د راپور له مخې د «مرتضی» په نامه دغه شخص د کابل ښار د دیارلسمې ناحیې اوسیدونکی وو او له څه وخت راپدیخوا یې د انټرنیټ له لارې په مختلفو طریقو سایبري جرمونو کې لاس درلود.
د کابل د پولیسو ویاند،فردوس فرامرز وایي چې دې شخص به له ښاریانو باج اخیست چې د پولیسو تر څار لاندې راغی.
د نوموړي پر وینا،دا سایبري مجرم تیر ماښام په اتلسمه حوزه کې د پولیسو په عملیاتو کې ونیول شو.
فرامرز وایي چې نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی دی.
 
https://avapress.com/vdccooqs02bqop8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته