دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۲۱:۱۸
د مطلب کود : 199664
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون: څه باندې اته زره شکایتونه جدي دي
د ټاکنیزو شکایتونو څېړونکی کمېسیون وايي چې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې د ۱۴ زره او ۷۶۰ شکایتونو، د ډول ډلبندي پای ته رسېدلې او د دغو شکایتونو رپوټونه د دغه کمېسیون مرکزي دفتر ته رسېدلي دي.

د دغه کمېسیون منشي وایي چې له ۱۶ زره او ۵۰۰ ثبت شویو شکایتونو څخه اته زرو او ۳۷۸ شکایتونه جدي دي او د ولسمشرۍټاکنو پر پایلو به اغېزه ولري.
د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې خپلواک کمېسیون منشي او ویاند قاسم الیاسي په دې اړه وايي:څ«د الف کټګوري، یعنې اته زره او ۴۷۸ شکایتونه جوړوي په واقعیت کې پر رایو مهم شکایتونه دي. او د ب کټګورۍ شکایتونه؛ ۱۰۲۱ هغه شکایتونه دي چې موږ وایوو پر اشخاصو دي.»
په ۳۱ ولایتونو کې د ثبت شویو ۱۴ زره او۷۶۰ شکایتوننو له منځه؛ ۳۰۱۱ شکایتونه یې د ټاکنیزو جرمونو، څلور زره او ۲۴۸ د ټاکنیزو سرغړونو، یو زره او ۳۷۱ د ټاکنیزو تخطیو شکایتونه او شپږزره او ۶۷۹ شکایتونه د بایومېټریک دستګاوو او د رایې ورکونې د  پایلو د پاڼو  تر منځ د توپیر شکایتونه دي.
د ټاکنو د خپلوا کمېسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علی نجفي په دې اړه وايي:«اته زره شکایتونه خو هېڅ، که چېرې ۲۰ شکایتونه جدي وڅېړل شي، دویم پېر ته د ټاکنو تګ حتمي دی.»
د تلې د شپږمې د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې محمد اشرف غني د دغو ټاکنو مخکښ نوماند دی او د ټاکنیزو شکایتونو د څېړلو په پای ته رسېدو سره به د ولسمشرۍ ټاکنو د وروستیو پایلو برخلیک روښانه شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaion6y49noi1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته