دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 199725
کابل ښار کې یو ځوان د غلو له لوری وژل شوی دی  
آوا خبرګزاری-کابل: د کابل ښار بېلابیلو سیمو کې زنجیره ای قتلونو او ترورونو په لړ کې، په تازه پیښه کې غلو یو ځوان د کابل ښار په ۱۳ حوزه کې وژلی دی.

علی سینا یو ځوان تیره شپه د دشت برچی په کوڅو کې خپل کور ته تللو په وخت کې د غلو سره مخ شوی او هغوی له لوری په قتل رسیدلی دی.
دا ځوان د غلو له لوری د چاقو په ضربو باندی ټپي شوی او وروسته روغتون ته لیږد په وخت کې ساه ورکړی دی.
د علی سینا خپلوان وایی چی د کابل لویدیځ سیمو کوڅی د ځوانانو قتلګاه باندی بدل شوی دی.
د هغه په وینا علی سینا یو پر تلاشه ځوان وو چی خپل مور یی خپل زیږیدو نه ۱۴ ورځي له لاسه ورکړی وو او پلار یی د هغه څو ورځو وروسته له لاسه ورکړی وو او ډیر مشکلاتو او هیلو سره خپل زده کړو باندی بوخت وو چی خپل زده کړی پای ته ورسوی خو د لاری وهونکو او چپاول ګرانو له لوری په قتل ورسید.
 
https://avapress.com/vdcir3azwt1a3y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته