دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 199727
شکایتونو کمېسیون: څه باندې ۳۲۰۰ انتخاباتي جرمونه تشخیص شوي
د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون، د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه ثبت شوي شکایتونه په درېیو برخو ویشلي، چې په کې ۳۲۷۲ شکایتونه انتخاباتي جرمونه پيژندل شوي دي.
د دغه کمېسیون مشرې زهره بیان شینواري د یکشنبې په ورځ د جنوري په پنځمه (مرغومي ۱۵مه) خبریالانو ته وویل، چې د ثبت شویو شکایتونو دوه نورې برخې د انتخاباتي تخطیو او سرغړونو په اړه دي.

آغلې شینواري زیاته کړه، ۱۳۷۱ شکایتونه د انتخاباتي تخطیو، ۴۳۰۳ شکایتونه د انتخاباتي سرغړونو او ۳۲۷۲ شکایتونه د انتخاباتي جرمونو په توګه تشخیص شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون مشرې د دغه بنسټ قانوني صلاحیتونو ته په اشارې وویل: "د شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو اړوند جرمونه څیړلي، پيژندلي او تشخیص کړي دي او عاملین به یې د عدلي تعقیب لپاره اړوندو بنسټونو ته معرفي کوي".

د دغه کمېسیون موندنې ښيي، چې تر ټولو زیات شکایتونه د بایومتریکه رایو او د نتایجو د فورم ترمنځ د توپير په اړه دي، چې شمېر یې ۶۸۸۱ ته رسېږي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د طرزالعمل په اساس، د شکایتونو له ډلبندۍ وروسته، د دغو شکایتونو د څیړنې، ارزونې، تدقیق، په اړه یې د فیصلې کولو، ابلاغولو او د فیصلې د تطبیقولو پړاونه دي، چې د آغلې شینواري پر وینا، چې د کمېسیون ولایتي او مرکزي دفترونه د دغو پړاونو د بشپړولو پر سر په جدي ډول کار کوي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون منشي محمدقاسم الیاسي وویل، چې په جوزجان ولایت کې د ثبت شویو شکایتونو په اړه فیصله شوې ده او د یکشنبې ورځې تر پایه به د پنجشېر، پروان او بادغیس ولایتي دفترونه هم د شکایتونو په اړه خپله فیصله وکړي.

هغه زیاته کړه: "نن تر شپې د دې احتمال شته چې شپږ ولایتونه خپل کار بشپړ کړي".

د جمهوري ریاست د انتخاباتو په اړه د ثبت شویو شکایتونو د شمېر زیاتوالي ته په پاملرنې، د شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونه مکلف دي چې ټولو شکایتونو ته په خپل ټاکلي وخت کې، چې د قانون په اساس ۱۵ ورځې دي، رسیدګي وکړي.
خو د دغه کمېسیون رئیسې وویل، چې په یو شمېر ولایتونو کې زیات شکایتونه ثبت شوي او ښایي دا موده یو یا دوه ورځې وغځېږي.

د شکایتونو کمېسیون د معلوماتو په اساس، د جمهوري ریاست انتخاباتو د ابتدايي نتایجو په اړه څه باندې ۱۶۵۰۰ شکایتونه ثبت شوي دي.

خو د شکایتونو کمېسیون تازه موندنې ښيي، چې له دې شمېرې ۱۲۵۷۸ یې مستنده شکایتونه دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcauon6049no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته