دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 200239
تخار: د حزب اسلامي د قومندان په موټر کې ګریسبند وسله نیول شوې
د تخار چارواکي وایي، د دغه تالقانو د ښار په دوهمه امنیتي حوزه کې یې د حزب اسلامي د یو تن قومندان آمر بشیر قانت په موټر کې شپږ میله وسله نیولې ده. چارواکي وایي، له هغه څخه نیول شوې وسله په مکمله توګه نوې ده او داسې ښکاري چې تر دې وړاندې نده استعمال شوې، خو دا نده معلومه چې هغه د څه لپاره او چیرته وړله؟

یوې امنیتي سرچینې بیا په هغه تور لګولی چې دغه وسلې یې طالبانو ته وړلې، خو بشیر قانت ته نږدې کس ایوب فرامرزي بیا دغه تورونه ردوي او وایي چې د هغه د مخالفینو له لوري ورته توطیه جوړه شوې ده.
فرامرزي وایي چې قانت له کابل څخه د تخار په لور روان و چې خپل موټر او د هغه د ساتنې لپاره یې څو میله وسله غوښتې وه خو د تخار مرکز تالقان کې د پولیسو له لوري د هغه موټر ونیول شو.
دا په داسې حال کې ده چې د حکمتیار په ډله وروستیو کې د ترورونو او هدفي وژنو تورونه زیات شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcbfgb59rhbg5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته