دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۲
د مطلب کود : 200399
ېره ورځ د یکشنبې په شپه ماخوستن مهال د پاکستان په راولپنډۍ ښار آډیاله لاره کې پر پوځي تفتیشي پوسته د حزب الاحرار نومې وسلوالې ډلې برید کړی، د حزب الاحرار وسلوالې ډلې ویاند ډاکټر عبدالعزیز یوسف زي د برید د مسؤلیت په منلو سره رسنیو ته په خپل استول شوي پیغام کې لیکلي چې یاده پوسته مو اول د لاسي بمونو په واسطه تر برید لاندې راوسته او وروسته د ځانګړو ښاري عملیاتو لپاره تربیه شوي وسلوالو تر ډزو لاندې راوسته.
ډاکټر عبدالعزیز زیاته کړه چې په یاد برید کې درې پوځیان وژل شوي او څلور ټپیان شوي.
ډاکټر عبدالعزیز دا هم لیکلي چې له برید څخه وروسته د پوځ په ځوابي ډزو کې زمونږ وسلوالو ته کوم زیان نه دی اووښتی بلکې د پوځ په ډزو یو عام سړی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي.
https://avapress.com/vdci3uar3t1aup2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته