د قومي مشر شاه ولي خان کرزي تر مشرۍ لاندي، د ولايتي شورا، قومي مشرانو او ديني عالمانو په منځکړيتوب دغه دښمني پای ته ورسېدل او دوئ يو بل ته د دوستي غېږه ورکړل او له خوښي ئې يو بل ته اوښکي توی کړې.
د کندهار ولايتي شورا رئيس حاجي سيدجان خاکريزوال دوئ ته يوځلي بيا د دوستۍ او روغي جوړي مبارکي وويل او زياته ئې کړه، چي قومي مشران او ديني عالمان دنده لري، چي د دغه ډول کورنيو ترمنځ روغي جوړي وکړي او د کلونو دښمنۍ پای ته ورسوي.
نورمحمد، چي په دې دښمنۍ کي ئې يو ورور او اکا وژل سوي خپل مخکني دښمني او اوسني دوست ته د بخښي اعلان کوي او په دې برخه کي ئې له منځکړو کسانو مننه وکړل، چي د کلونو دښمني ئې يوځلي بيا په دوستي بدله کړل.
عبدالاحد، چي اوس پنځوس کلن دی وايي،چي په اتلس کلنۍ کي ځيني خطا سوې او اوس پر خپل دغه عمل پښېمانه دی او د مقابل طرف له بخښني او د منځګړو کسانو څخه مننه کوي، چي د دوئ ترمنځ ئې روغه جوړه وکړل.
دا کورنۍ د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د کلک او سلوغي د کلي اړوند دي؛ تر ډېره دغه ډول دښمنۍ په اطرافي سيمو کي خلکو ته په ميراث پاته دي.