دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۱۶
د مطلب کود : 200752
ارګ: د هېواد له کالیزې د “شهید اونۍ” د لیري کیدو خبرونه درواغ  دي
د افغانستان د جهوري ریاست ویاند هغه اوازې په کلکه رد کړې چې ګواګې د شهید اونۍ د هېواد له کالیزې څخه لیري کیږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایې چې افغان حکومت د شهید اونۍ په شمول د ټولو ملي ورځو نماځنې او قدرداني ته ژمن دی، هغه وویل هغه څه چې په دې تړاو په “گزارش نامه افغانستان” او ټولینزو رسنیو کې خپره شوي دروغ او افواهات دي.
ولسمشر ماڼۍ داسې مهال دغه غبرګون ښیي چې لدې وړاندې د “گزارش نامه افغانستان” په نوم یوه خبري سایټ او ټولنیزو رسنیو کې له ثبوت او اسنادو پرته داسې خبرونه خپره شول، چې ګواکې افغان حکومت د “شهید اونۍ” د هېواد له کالیزې لیري کوي، هغه خبره چې د افغان ولمسشر ویاند صدیق صدیقي په کلکه رد او تش افواهات یې وبلل.
https://avapress.com/vdcbsgb55rhbgzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته