دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۶
د مطلب کود : 200779
د کندهار د پوهني رئیس وايي چي تر درې میاشتنۍ ارزیابۍ او څېړنو وروسته يې دا پتيېله چي د کندهار به معارف کي خارجي کړۍ مداخلې کوي او نه غواړي د کندهار معارف په پښو ودرېږي، خلک يې تعلیم یافته سي. نوموړی وايي، دغه کړۍ غواړي د کندهار معارف همداسي فلج پاته سي.
د کندهار د پوهني رئیس محب احمد روښان نن د یوه مطبوعاتي کنفرانس له لاري د خپل ۴ میاشتونو فعالیتونو په اړه رسنیو، مدني فعالانو او یو شمېر ځوانانو ته ګزارش ورکړ.
نوموړي په دغه کنفرانس کي وویل چي د وظیفې تر پیلېدو وروسته يې د معارف د ستونزو په اړه اساسي څېړني او ارزیابي کړې او د استاد، کتاب او تعمیر په برخو کي يې ستونزي د اساسي مشکلاتو په توګه تشخیص کړي دي. د هغه په وینا، د معارف راتلونکی پلان به د دغو ستونزو حلول او د یو باکیفیته معارف جوړول وي.
محب روښان وویل چي پخوا داسي ویل کېده چي په معارف ریاست کي یوازي یو شمېر قومي مشران مداخلې کوي، ولي په وینا يې، په دې وروستیو کي ورته جوته سوې چي یو شمېر خارجي کړۍ نه غواړي د کندهار معارف جوړ سي.
ښاغلی روښان وايي، چي ځيني ګاونډي هیوادونه او یو شمېر هغه کسان چي په افغانستان کي کور معارف ته په کرایه ورکوي، خو جوړوي يې نه، په معارف کي د مختلفو فسادونو ایجاد او ترویج ته زمینه مساعده کړې ده.
روښان وايي، دغو خارجي کړیو یو شمېر په اخلاقي فساد ککړ کسان معارف ته دننه کړي او له همدې لاري يې د معارف کیفیت باندي ډېر منفي تاثیر کړی دی.
د ده په وینا، په مالي فساد او قومي فساد ککړ کسان هم خارجي کړیو د کندهار په معارف دننه کړي او سپورټوي يې.
دی وايي، کله چي دوی د اخلاقي فساد مخنیوی کوی، په مالي فساد ککړ کسان يې بل ځای مصروف کړي یا خنډ ورته جوړ کړي او همدا راز کله چي مالي یا قومي فساد د له منځه وړلو هڅه کوي، په اخلاقي فساد ککړ کسان خنډونه ورته جوړوي او د کارونو مخه يې نیسي.
د کندهار د پوهني رئیس وايي، ولس باید د دغو کړیو او هغو کسانو چي په معارف کي مستقیم یا غیرمستقیم مداخلې کوي، په مخنيوي کي مرسته ورسره وکړي او د معارف سره همکاره سي.
روښان وايي، ولس هم څنګه چي په خوله وايي، هغسي همکار نه دی؛ ځکه په وینا يې، همدغه ولس دی چي معارف ته يې د ۵۰۰۰ افغانیو کرایې کور په ۲۰ زره افغانۍ حساب کړی دی.
نوموړي پر ولس ږغ وکړ چي که ولس په رښتيني ډول د معارف سره همکاري کول غواړي، نو کورونه دي مفت ورکړي، تر څو د معارف ملیونونه افغانۍ وسپمول سي او هم يې د ولس ته د زده کړو زمینه مساعده کړې وي.
 
https://avapress.com/vdca0wnuo49nw01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته