دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۳
د مطلب کود : 200896
د هېواد د کرکټ د١٩ملي ټيم د جنوبي افريقا له ټيم سره سيالي کوي
د هېواد د ١٩کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم سبا په نړيوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د جنوبي افريقا له ټيم سره ترسره کوي.
د جنوبي افريقا د١٩ کلنو ځوانانو د کرکټ د نړيوال جام د سياليو کوربه دى.
د هېواد د١٩کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم ښه وړتيا او مهارتونه لري. دغه ټيم کولاى شول په  مقدماتي او دوستانه سياليوکې د انګلستان د ١٩کلنو ځوانانو دکرکټ ملي ټيم ته ماتې ورکړي. 
کولاى شو ووايو چې دغه ټيم به په دغو سياليوکې ښې پايلې ترلاسه کړي.
د افغانستان د کرکټ بورد ياند فريد هوتک په دې اړه وويل چې د هېواد د ١٩کلنو ځوانانو د کرکټ ملي ټيم د دغو سياليو په دې پړاوکې د اماراتو او کاناډا له ټيمونوسره سيالي کوي.
د هغه د څرګندونوله مخې: د افغانستان ټيم به په بشپړ تياري سره په دغو سياليو کې ګډون وکړي.
https://avapress.com/vdcaownui49nwa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته