دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 200913
افغانستان کې د کیلې د کر او ترویج لومړۍ هڅه
د افغانستان د کرهڼې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دغه وزارت په روان کال کې په یو شمېر ولایتونو کې په امتحاني ډول د کیلې کر پیل کړی، چې له مخې یې دا معلومه شوې، چې دا هیواد د کیلې د کر او تولید وړتیا لري.

د دې وزارت د چارواکو په وینا د ختیځو ولایتونو په شمول، هلمند، هرات، بلخ او د تخار ولایت ځینې ولسوالۍ هغه سیمې دي چې کیله پکې ښه حاصل ورکولی شي.
د کرهڼې او اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي امریکا غږ ته وویل "تر اوسه د کیلې د کر لړۍ په امتحاني ډول پر مخ ځي. د ختیځو ولایتونو په شمول، هلمند، هرات، بلخ او د تخار ولایت په ځینو ولسوالیو کې د کیلې کرل پیل شوي."
ښاغلي رستمي زیاته کړه "څېړنې روانې دي چې وګورو د کیلې کر په نورو کومو ولایتونو کې نتیجه ورکوي."
دا لومړی ځل دی چې افغانستان کې د کیلې د کړ په اړه څېړنې پیل شوي.
اوس مهال افغانستان د خپل اړتیا وړ ۷۵ سلنه کیلې له پاکستان او پاتې نورې یې له هند او ځینو عربي هېوادونو نه واردوي.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونو خونې چارواکي وايي، چې افغانستان په ۱۳۹۷ هجري لمریز کال کې د شااوخوا لس میلیونو ډالرو په ارزښت ۱۱۲ زره ټنه د کیلې میوه وارد کړې وه.
د کیلې کرکیله تر ډیره په ګرم اقلیم او نمناکه ځمکې باندې کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6wnue49nwo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته