دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۳
د مطلب کود : 201113
سعودي: حوثي په یمن کې ۶۰ پوځيان وژلي
د یمن مأرب ښار کې په نړیواله کچه په رسمي توګه د پېژندل شوي حکومت اړوندو ځواکونو پر روزنځي توغنديز برید لږترلږه ۶۰ پوځيان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.

حوثیانو تر اوسه نه دي ویلي، چې دا برید دوی کړی.
حوثیان د یمن پر پلازمېنه صنعاء لاهم واکمن دي. مأرب د یمن منځ کې پروت ښار دی، چې د عبد ربه منصور هادي د ځواکونو په لاس کې دی.
له ښاغلي هادي سره د سعودي عربستان او د حوثي ضد ټلوالې ملاتړ دی.
په یمن کې د روانې جګړې له کبله بشري کړکېچ زښت ډېر شوی دی، هلته له ټول ټال وګړو کابو څلور پر پنځمه برخه (۲۴ میلیون وګړي) یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdcdff0xsyt0zf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته