د جمهور رییس ویاند وویل، چې په هېواد کې د جګړې پایته رسول او د سولې راوستل؛ د افغانستان د جمهور رییس له مهمو لومړیتوبونو او د افغانستان د خلکو له مهمو غوښتنو څخه دي.
صدیقي ټینګار وکړ: " که د طالبانو ډله د اوربند پر ټینګښت، چې د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، هوکړه و نه کړي، په تأسف سره دا ویلی شو چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي له ټولو ډولونو سره د جګړې پایته رسولو او سولې راوستلو لپاره زمونږ ګډې خبرې اترې او هڅې به بې پایلې وي."
نوموړي هیله څرګنده کړه چې طالبان د اوربند له وړاندیز سره له پاکستان څخه ستانه شوي وي او داځل دا فرصت چې برابر شوی او د افغانستان حکومت او خلک، د امریکا متحده ایالات او په ځانګړې توګه په اروپا کې زمونږ متحدین دې ته حاضر شوي چې له طالبانو سره بیا خبرې اترې پیل کړي؛ طالبان د اوربند وړاندیز ومني او دافغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته داخل شي.
د جمهور رییس ویاند وویل چې جګړه او د جګړې دوام سمه لاره نده او که چېرې طالبان د جکړې لاره غوره کړي نو له شک پرته لکه څنګه چې په تېرو ۱۸ کلونو کې خلک د دې شاهدان وو زمونږ د هېواد د ویجاړۍ او ملکي وګړو له مرګ ژوبلې پرته؛ بل څه نشي تر لاسه کولای.