دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۱
د مطلب کود : 201130
بلخ کې د طالبانو پر وړاندې نظامي عملیات پیل شول
۲۰۹ شاهین قول اردو وايي، د طالبانو پر وړاندې یې د “شاهین” په نوم د نوي نظامي عملیات لړۍ نن ( یکشنبه مرغومې ۲۹ ) پیل کړه، چې دغه لړ کې به د بلخ یو شمېر سیمې د طالبانو له شتون څخه پاکې کړي.

شاهین قول اردو زیاتوي چې بلخ کې د شاهین نطامي عملیات دهوايي پوځ په مرسته ترسره کیږي تر څو د طالبانو له لوري شته ګواښونه له منځه یوسي.
شور تپه، بلخ، چمتال، چهار بولک او دولت آباد هغه ولسوالۍ چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو لخوا په کې د طالبانو پر وړاندې نظامي عملیات ترسره کیږي.
افغان حکومت په داسې حال کې د طالبانو پر وړاندې یو شمېر عملیات پر لاره اچولي، چې قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ خبرې روانې دي، او طالبانو د تاوتریخوالي پر کمېدو غور کړی دی. د راپورونو له مخې طالبانو منلې چې تاوتریخوالی کم کړي، خو افغان حکومت د طالبانو له لورې د تاوتریخوالي کمېدل بې معنا کار بولي او پر اوربند ټینګار کوي.
 
https://avapress.com/vdcc1sqix2bqxs8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته