دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 201147
د افغانستان فوتسال د ۱۹ کلنو ښځینه لوبډله د جمعې په ورځ د قرغزستان پر وړاندې لوبیږي
د افغانستان د فوتسال ښځینه ۱۹ کلن لوبغاړي د منځني ختیځ د لوبو لپاره د تیاري نیولو په حال کې دي.

د منځني ختیځ د فوتسال د ۱۹ کلنو سیالې چی کښې افغانستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قرغزستان ښکیل دي، د جنورې د میاشتې له ۲۴ بیاتر ۲۹ پورې ترسره کیږي. تاجکستان د دغو سیالیو کوربه توب کوي.
د افغانستان د فوتسال ښځینه ۱۹ کلن لوبغاړي به خپله لومړې لوبه د جمعې پر ورځ د قرغزستان پر وړاندې ترسره کړي. دویمه لوبه به د ایران پر وړاندې د راتلونکې شنبې پر ورځ ولوبوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay6nu049nw61.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته