دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 201345
کرزی: اړتیا وه چې تر انتخاباتو مخکې پر سوله تمرکز شوی وای
حامد کرزي د هند له هندو رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، ګڼو افغانانو په دغو انتخاباتو برخه وانخیسته او په دې توګه یې د هیواد د ترینګلي وضعیت، بهرني یرغل، روانې جګړې او نورو ناخوالو په اړه نارضایتي وښوده.
پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو د روان وضعیت په اړه د ولس ټولپوښتنه ګڼي.
حامد کرزي د هند له هندو رسنۍ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي، ګڼو افغانانو په دغو انتخاباتو برخه وانخیسته او په دې توګه یې د هیواد د ترینګلي وضعیت، بهرني یرغل، روانې جګړې او نورو ناخوالو په اړه نارضایتي وښوده.
کرزی وايي اړتیا وه، چې تر انتخاباتو مخکې پر سوله تمرکز شوی وای، خو اوس یې باید ټول پایلې ومني.
کرزي زیاته کړه:«اړتیا وه، چې موږ باید لومړی یوازې پر سوله تمرکز کړی وای، او بیا انتخاباتو ته تللي وای. دا کار ونشو او اوس له ستونزو سره مخ یو، ځکه ډیر افغانان د رایو لپاره راونه وتل. دا د افغانستان د ترینګلي وضعیت، ټولو ناخوالو، بهرني یرغل، جګړې او د افغانانو د کړاونو په اړه ټولپوښتنه وه. هیله من یو، چې خلک اوس پایلې چې هرڅرنګه وي، ومني او له دغو انتخاباتو راوتونکی حکومت دا ځیرکتیا ولري، چې د ځان د مشروعیت او د سولې لپاره د ملت د یووالي لپاره کار وکړي.»
پخوانی ولسمشر وايي د افغانستان د سولې روانې هڅې د افغانستان د نږدې ګاونډیو ایران او پاکستان په ښه نیت پورې تړلې او دغه هیوادونه پکې مهم رول لري.
نوموړي وویل:«دا دواړه مو تر ټولو مهم ګاونډيان دي. دواړو په ګډه میلیونونو افغان کډوالو ته ځای ورکړی، هره یوه دوه درې میلیونو ته. طالبانو سره د سولې روانه پروسه بې له شکه د دوی په همکارۍ او متقابل ښه نیت پورې تړلې ده.»
پخواني ولسمشر د ایران او امریکا د وروستي کړکیچ په اړه وايي، چې دا ستونزه د افغانستان په ګډون پر ټوله سیمه اغیز لري. کرزي هیله ښيي، چې ایران په افغانستان کې د امریکا حضور ځان ته خطر ونه ګڼي او له امریکا هم د داسې ګامونو مخنیوی غواړي چې د کړکېچ د ډیریدو لامل ګرځي.
کرزی د افغانستان د سولې له روانې پروسې څخه د نوي ډیلي د لیرې پاتې کېدو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، چې افغانان هند ته د یوه ښه او نږدې ملګري په سترګه ګوري، خو داسې ښکاري چې دغه هیواد پخپله د امریکا لخوا د سولې له روانو هڅو او دغه راز د افغانانو ترمنځ د ناستو له ملاتړ سره لیوالتیا نه ښيي.
https://avapress.com/vdcay6num49nwe1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته