دخپریدو نیټه :جمعه ۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۴
د مطلب کود : 201484
طالبانو د ننګرهار پنځو ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه تړلي
د ننګرهار ولایتي شوراغړي وايي چې د څو ورځو راهسې په شېرزادو، حصارک، خوګیاڼی، سرخرود او لالپورې ولسوالیو کې طالبانو روغتیايي مرکزونه تړلي دي.

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکي، چېري چې طالبانو په کې روغتیايي مرکزونه تړلي دي، خپل ماشوم د جلال اباد ښار ته راوړی، څو درملنه یې وشي.
دوی وايي چې د روغتیايي مرکزونو تړل کېدو سره له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
د شییرزادو ولسوالۍ اوسیدوونکی حکیم وايي:«د حکومت او طالبانو جګړه وه، دوه ماشومان ټپیان شول، هلته طالبانو بمونه ایښي او روغتیايي مرکزونه تړلي دي، موږ خپل ماشوم د عامې روغتیا مرکز ته راوړ.»
د حصارک ولسوالۍ اوسیدوونکی، خیال محمد زیاتوي:«هلته روغتون تړلی دی، زما کلمه وچاودېده، ځکه لاره لیري ده او زه له درسونو هم پاتې شوم.»
د ننګرهار ولایتي شورا یو غړی وايي د څو ورځو راهسې طالبانو ددې ولایت په پنځو ولسوالیو کې روغتیا مرکزونه تړلي دي چې زیاتره خلک روغتیايي برخې ته لاس راسی نه لري .
د ننګرهار ولایتي شورا غړی، اجمل عمر په دې اړه وايي:«دا ځلې داسې خبره شوه ده چې دوی(طالبانو) پنځو ولسوالۍ شېرزادو، حصارک، خوګیاڼی، سرخرود او لالپورې روغتیايي مرکزونه تړلي دي.»
په ورته مهال د ننګرهار د ولایت مقام مني چې په یو شمیر ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه بند دي خو د روغتونونو شمیره یوځای څلور ښيي خو طلوع نیوز ته رسیدلي معلومات ښه يي چې ټوټاال دیارلس روغتتیايي مرکزونه د طالبانو لخوا تړل شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوګیاڼی څرګندوي:«څو کلنیکونو کې ډاکټرصاحبانو ته ګواښونه وو، نو موږ په دې خاطر چې زیان وانوړي او مسله سیاسي نشي، اقدام نه دی کړی، مخورو ویلي چې دا مسله به هواره کړي.»
د ننګرهار د عامې روغتتیا ریاست مسوولین په دې تړلو خبرو کولو ته حاضریږي خو طلبان مني چې د خپل کنټرول لاندې سیمو کې روغتیايي مرکزونه تړل دي چې خدمات یې ناقص او روغتونونو ته درمل نه راسیږي.
https://avapress.com/vdcevz8wejh87ei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته