دخپریدو نیټه :شنبه ۵ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۴
د مطلب کود : 201785
امریکا له افغانستان څخه ګرځولي ۶۰ میلیونه ډالر بیرته کابل ته ورکوي
د امریکا د باندنیو چارو وزارت له افغانستان سره د ۶۰ ملیونه ډالرو مرستې اعلان کړی. د جنوبي او منځنۍ اسیا په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو وزارت مرستیاله الیس ویلز وایي، حکومت به یې هغه ۶۰ ملیونه ډالره مرسته افغانستان ته بیرته ورکړي چې څه موده وړاندې د ټرمپ د ادارې لخوا له افغانستان څخه ګرځول شوې وه. نوموړې وایي، حکومت یې په افغانستان کې له اداري فساد سره په مبارزه کې پرمختګ لیدلی دی، ځکه دا ځنډول شوې مرسته افغانستان ته بیرته ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د تیر کال په سپټمبر کې د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو اعلان وکړ چې حکومت به یې په افغانستان کې د فساد له امله د انرژۍ د زیربنا یوې لویې پروژې لپاره ۶۰ ملیونه ډالر او په کل کې ۱۰۰ میلیونه ډالر مرسته وځنډوي.
په دغه وخت کې امریکا پر افغان حکومت د فساد په معامله کې د پاتې راتلو تور ولګاوه او د هغو پیسو له ورکولو یې ډډه وکړه چې د انرژۍ د زیربنا په پروژو کې مصرفیږي.
خو اوس الیس ویلز ویلي، تیر کال د متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیر (پومپیو) افغانستان ته هغه نیمګړتیاوې په ګوته کړې چې شتون یې درلود او دې کار په افغانستان کې د دوامداره پراخه اداري فساد په اړه زموږ اندیښنه راپورته کړه: (( مګر زه اوس خوشاله یم چې موږ په افغان حکومت کې پرمختګ وینو او له همدې امله به ۶۰ ملیونه ډالر مرسته بیرته افغانستان ته ستنه کړای شي.))
دا په داسې حال کې ده چې افغانستان سږ کال د فساد پر ضد مبارزه کې له ۱۸۰ هیوادونو څخه ۱۷۳ م هیواد اعلان شوی دی
 
https://avapress.com/vdcivzarwt1auy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته