یاد شوي شرکت پدې اړه په خپور کړی بیان کې ویلي دي چې " د انګلستان د بهرنیو چارو د وزارت لخوا چین ته د سیاحت په اړه د خبردارۍ د خپرولو نه وروسته مونږ نوموړي هیواد ته د خپلو ټولو سفرونو د درولو پریکړه وکړه. ددې پریکړې له امله د برتش ایرلاین د ټولو مشتریانو نه بښنه غواړو. "
په بیان کې راغلي دي چې د مشتریانو او د پرسونل روغتیا زمونږ لپاره په لومړیتوب کې ځای لري. په راتلوونکو ورځو کې چین او یا د چین نه سفر کوونکي مساپر کولای شي چې د برتش د رسمي ویبپاڼې نه لا زیات معلومات ترلاسه کړي.