افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری-کابل: جان آقا نوید، د تجارت او سرمایه ګذاری اتاق ویاند د
افغان غږ خبری آژانس خبرنګار سره په خبرو کې وویل: د افغانستان تجارت او سرمایه ګذاری اتاق د نفتی مواد او مایع ګازو په برخه کې کابل او نورو ولایتونو کې ددی موادو په ارزانه قیمت عرضه کولو سره هیوادوالو ته ښه خدمت وکړی.
هغه زیاته کړه چی د تجارت او سرمایه ګذاری دا غوښتنې ته مایع ګاز وارد کوونکو تاجرانو مثبت ځواب ورکړی او تعهد کړي ترڅو کابل ښار ته مایع ګاز ډیرو واردولو سره قیمتونه کم کړی چی خوشبختانه د تیرو اونیو په لړ کې، زموږ هیوادوال د ګازو په قیمت کې د متواترو کمیدو شاهد وو.
نوید ادامه ورکړ چی اتاق اعلان کړي چی تاجران مو د مایع ګاز قیمت د سبا څخه په عمده توګه هر کیلو په ۴۰ افغانی په کابل کې عرضه کوی.
هغه همدارنګه د پرچون فروشانو څخه غوښتنه کړي چی انصاف رعایت کړي او د ګران فروشی څخه ډډه وکړی.