دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۶
د مطلب کود : 202256
کانونو او پترولېم وزارت د معدني توکو د پروسس د جواز ورکولو بهیر پیل کړ
یوه خصوصي شرکت ته د معدني توکو د پروسس جواز لیک ورکړ او د دې برخې له نورو شرکتونو څخه یې هم غوښتنه وکړه، چې د پروسس جواز تر لاسه کړي.
دغه جواز لیک هغو شرکتونو ته ورکول کېږي چې د ودانیزو توکو د پروسس په برخه کې یې فعالیت کړي وي او یا یې په یاده برخه کې پانګونه کړې وي.
دغه راز ښاغلي مومند وویل، چې سږکال د بامیانو، پنجشیر، کاپیسا، کندهار او لوګر ولایتونه د کاډسټر له ډیجیټلي سیستم سره نښلول شوي، څو دغه ولایتونه د تړونونو سیستم پر مدیریت سربېره؛ د غیرمالیاتي عوایدو د سیستم په برخه کې هم د معلوماتو پر موندلو قادر شي.
له دغه سیستم څخه په ګټې اخیستنې سره دعوایدو، رویالټیانو او تادیاتو ټول معلومات په اسانۍ سره له ولایتونو څخه مرکز ته لېږل کېږي او د کانونو او پترولېم وزارت کولای شي چې په شفاف ډول له دغه بهیر څخه څارنه وکړي.
له دې وړاندې د کابل، ننګرهار، هرات، بلخ او پروان ولایتونه هم په ۲۰۱۸ کال کې د کاډسټر له ډیجیټلي سیستم سره نښلول شوي وو.
د کانونو او پترولېم وزارت، د اروپایي اتحادیې د څلورو بنچمارکونو له ډلې څخه د درې بنچمارکونو په بشپړولو سره، توانېدلی چې د دغې اتحادیې د ۱۰ میلیونه یورو د ژمنې شوې مرستې له جملې څخه د ۷.۵ میلیونو د ترلاسه کولو لپاره اړین شرایط وروستي کړي او څلورم بنچمارک به یې هم د دوه اوونیو په ترڅ کې بشپړ شي او دغه وزارت کولای شي چې د ۱۰ میلیونه یورو مرستې ترلاسه کولو ته چمتو شي.
د کانونو او پترولېم وزارت سرپرست، د معدنکارۍ د مقررې طرحه چې تېره اوونۍ د کابینې لخوا تصویب شوې ده، مهمه وبلله او ویې ویل چې په دې مقرره کې د تدارکاتو، تړونونو د مدیریت، د معدنکارۍ د فعالیتونو او په رواني روغتیا، چاپېریال، د کانونو د ساحې امنیت او د سیمه ییزو ټولنو په ګډون پورې تړلو چارو باندې تمرکز شوی دی.
https://avapress.com/vdccpiqie2bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته