دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۵۷
د مطلب کود : 202586
زلمي خليلزاد نن يکشنبه په کابل کي له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره کتلي دي. هغه يوه ورځ مخکي د ولسمشر غني سره د ليدلو پر مهال ويلي وو چې طالبانو سره په وروستیو خبرو اترو کې د پام وړ پرمختک نه دی شوی.

د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي زلمی خليلزاد په دوحه کې له طالبانو سره تر خبرو اترو وروسته، تر بروکسل او اسلام آباد وروسته د شنبې په ورځ کابل ته راغی او هلته يې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وليدل.
 
د آلمان خبري آژانس له کابل څخه د يکشبنې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ دوهمه) ليکي چې زلمي خليلزاد، د شنبې په ورځ افغان ولسمشر سره د ليدلو پر مهال، په دوحه کې د طالبانو له استازو او له پاکستاني چارواکو سره د خپلو ورستيو ليدو کاتو او خبرو اترو په اړه معلومات ورکړي دي.

په دې اړه د ارګ له لوري په خپره شوې اعلاميه کې د زلمي خليلزاد له قوله ويل شوي دي چې «طالبانو سره په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه دی راغلی.»

ارګ د زلمي خليل زاد له قوله ليکي چې چې نوموړي له ولسمشر غني سره د کتنې پر مهال وويل: «موږ د طالبانو له خوا د اوربند او يا د تاوتريخوالو د کمولو په اړه يوه داسې روښانه ځواب ته چې هغه د افغانستان خلکو له پاره د منلو وړ وي، په تمه يو.»

د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي د يکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي يو والي حکومت له اجرائيه رئيس، داکتر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي. د عبدالله دفتر ويلي دي چې په دغې کتنه کې دواړو لورو د افغان سولې په تړاو د واشنګتن د هلو ځلو او د افغانستان د ولسمشريزو ټاکنو په اړه خبرې کړي دي.

افغان چارواکي د امريکا متحده ايالاتو او طالبانو تر منځ د وروستي توافق له رسیدو څخه د مخه د «تاوتريخوالو د کمولو» او د يو عمومي اوربند پر سر موضوعاتو کې سره اختلافات لري.

عبدالله تيره اوونۍ ويلي وو چې د سولې مذاکراتو په اړه بايد هيڅ څوک شرايط ونه ټاکي، په داسې حال کې چې غني پر عمومی اوربند باندې خپل ټينګار ته ادامه ورکوي.

د عبدالله د دفتر په حواله، زلمي خليلزاد د يکشنبې ورځې په کتنه کې اجرائيه رئيس ته ويلي دي چې امريکا دغه اصل ته ژمنه ده چې له دې مخکي چي د طالبانو سره يو تړون لاسليک سي، نو مخکي له مخکي به يې شرط د تعريف سوي او منلو وړ د تاوتريخوالي کمول او ځانګړی ميکانيزم وي.
 
https://avapress.com/vdcivrarqt1auw2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته