:
همدی ایجنټانو په اوله اونۍ کې چیغي وهلې چې وړې افغانۍ نشته. مونږ پوهیدلو چې په اوله اونۍ کې وړې افغانۍ هرچاته نه رسیږي. دوی د وړو افغانیو د ویش په وخت کې دپوره منفي تبلیغ او احتکار نه کار واخیست خو زمونږ هوډ قوي و او خپلې پروسې ته مو دوام ورکړ. اوس د وړو افغانیو ستونځه په عام شکل حل ده خو مونږ اوس هم کافي وړې افغانۍ لرو او د اړتیا په صورت کې به یې توزیع کوو.
د ترانسپورت د نرخونو په هکله یې کافي منفي تبلیغ وکړ خو څه ګټه یې ونه کړه او اوس نرخونه کنترول شویدي. د ګازو بیه د سالنګ د بندیدو له وجهې لوړه شوه خو د هغې ملا متي یې هم د افغانیو په ترویج اچوله. اوس د ګازو بیه د پخوا نه هم راټیټه شوله ځکه چې د افغانیو ارزښت د ډالر په مقابل کې پورته لاړو.
داجناسو نرخونه پخوا هم ښکته پورته کیدل خو کلدارې چا نه ملامتولې خو اوس د کلدارو ایجنټان او یا هغه کسانو چې د یو چا پورې تړلي دي، د خپل ملي هویت او ملي اقتصاد د ضعیفه کیدو پرضد تبلیغ کوي.
زه دوی ته وایم چې څوک د بل هیواد د ګټو لپاره کار کوي او د خپل هیواد اقتصاد او ملي ارزښت راټیټوي، دا ملي خیانت او جرم دی. د داسې کسانو سره به د قانون په چوکاټ کې جدي برخورد کیږي.
د کلدارو ایجنټان که د هېواد نه بهر یا دننه د هرځای نه هرڅومره منفي تبلیغ وکړي، په مشرقي ولایتونو کې د کلدارو دور ختم دی او څه ګټه نه لري.
د دې پروسۍ د پیل نه دوه ځلې زما د وژل کیدو هڅه وشوه چې یو کس ونیول شو او په دویمه حمله کې زما یو ډریور زخمي شو خو لکه څنګه مې چې ویلې و، د افغانیو د ترویج پروسه موقتي نه ده، ټول ۳۲ کمیسونونه به په ولسوالیو او جلال اباد ښار کې په میاشتو میاشتو کار کوي او سرغړونکو ته به د قانون په چوکاټ کې سزا ورکوي. داسې بیځایه پروپاګند او یا تهدیدونه زمونږ هوډ نشي بدلولې.
افغانۍ زمونږ ملي هویت او استعمال یې د ملي اقتصاد تقویه ده.