دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 202845
شکایتونو کمېسیون د استینافي اعتراضونو په اړه پرېکړه اعلان کړه
د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ثبت شوو استینافي او استثنايي اعتراضونو په اړه خپل پرېکړه اعلان کړه چې پر اساس یې یو شمېر رای چې په اړه یې اعتراضونه ثبت شوي بیا شمېرل او څېړل کیږي.

د دغه کمېسیون مشرې زهر بیان شینواري د چهارشنبې په ورځ فبروري۵مه (سلواغې۱۶مه) خبریالانو ته وویل، ۱۳۷۶۳۰رای چې د مشکوکوالي په اړه یې اعتراضونه وجود لري، ۱۰ سلنه یې او له وخت مخکي ثبت شوو رایو له ډلې چې ۱۰۲۰۰۰ رای په برکې نیسي، ۱۵ سلنه به یې بیا تفتیش او وشمارل شي.
د اغلې شینوارې په خبره که چیري له تفتیش او بیا شمېرلو مخکې په نظر کې نیول شوي ۶۵سلنه نمونې او معیارونه تکمل شي، ټولې رای معتبرې ګڼل کیږي، خو که چیري دغه معیارونه تکمل نه وي دغه ټولې رای بیا شمېرل او تفتیش کیږي.
په دغه څېړنه کې په نظر کې نیول شوي معیارونه، د ژورنال یو شان والی د پایلو پاڼه او بایومیټریکي معلومات شامل دي.
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر او ویاند محمد قاسم الیاسي د پایلو په پاڼه کې د رایو د تفاوت او بایومیرتیکي معلوماتو په اړه ثبت شوو اعتراضونو ته په کتو وویل، که چیري دغه تفاوت له شپږو رایو څخه پورته وي هغه محلونه به بیا تفتیش شي.
د شکایتونو کمېسیون په خبره ۲۹۸ محلونه چې د رایو د بایومیتریک د څرنګوالي په اړه یې اعتراضونه شتون لري نوې بیا شمېرنې ته وړاندي کیږي.
ښاغلي الیاسي تمه وښودله چې د ټاکنو کمېسیون وتوانیږي تر یوې اونۍ وروسته د ټاکنو پایلې اعلان کړي.
تر دامهاله د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون او ټاکنیزو ټکټونو د شکایتونو کمېسیون د ننني کنفرانس په اړه تبصره نه ده کړې.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د مرغومې میاشتې پر لومړۍ نېټه د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړې چې له ولسمشر محمد اشرف غني پرته نورو ټولو کاندیدانو ورسره مخالفت وکړ.
د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د میزان میاشتې پر شپږمه تر سره شوي تر دا مهاله یې وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgtx9xnak9z74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته