دخپریدو نیټه :جمعه ۱۸ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 202930
مشعل په پېښور کې د افغان ماشومې پوښتنې ته ورغلی
په پاکستان کې افغان سفیر وروسته له هغې د افغان ماشومې کائینات پوښتنې ته ورغلی دی کله چې هغه په یوه سخت حالت کې د مور او پلار د ویزې نشتون پرته په رحمان میډیکل کمپلکس کې بستر شوه.

په پاکستان کې افغان سفارت وایي، چې د دې موضوع د ښه تعقیب په موخه افغان سفیر شکرالله عاطف مشعل تېره شپه د پېښور رحمان میډیکل کمپلکس ته د ناروغې افغان ماشومې (کائینات) پوښتنې ته ورغلی و.
عاطف مشعل د دغې ناروغې د پوښتنې ترڅنګ له نوموړې سره مالي مرسته کړې او هم یې پېښور کې افغان جنرال قونسلګرۍ ته لارښوونه کړې ترڅو تر بشپړې روغتیا پورې پر نوموړې ماشومې پام وساتي.
دغه خبر وروسته له هغې کلک غبرګونونه راوپارول کله چې د پاکستاني ریاست له لوري په تورخم کې د افعانې ماشومې کاینات مور او پلار د ویزې نه شتون له امله پاکستان ته پرېنښودل، خو کورنۍ یې د مجبوریته په تورخم کې خپله ماشومه ‘کاینات” یو شمېر رضاکارانو ته سپارلی وه څو یې په پېښور کې له مور پلار پرته په رحمان ميډیکل روغتون کې بستر کړي.
دانجلۍ کاینات نومیږي او د ننګرهار ولایت اوسېدونکې
ده چې په دوو سختو ناروغیو د مغزي ماتې تبې او د مغذو د توبرکلوز باندې اخته شوې ده.
د افغان ماشومې ” کاینات” د خبر د خپریدا وروسته د بهرنیو چارو وزارت ویاند “ګران هېواد” هم خبر ورکړی دی چې د دغې ماشومې د بشپړې روغتیا لپاره به په بشپړ ډول خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
بلخوا په کابل کې د پاکستان سفارت هم اعلان کړی دی چې د دې ماشومې پلار او مور ته به دوی ژر تر ژره ویزې ورکړي څو د خپلې ماشومې څنک ته ولاړ شي.
د روغتون مسوولین هم وایي، چې د کاینات ناروغي سخته او لګښت هم پرې ډیر راځي، خو دوی تر دې دمه په وړیا ډول د دغې ماشومې درملنه کوي.
د دغې ماشومې د بستر کېدلو وروسته ګڼ شمېر افغانانو پر پاکستاني چارواکو باندې نیوکې کړي دي چې ګواکې هیڅ انسانیت ته احترام نه لري، د دوی پر وینا د یوې ناروغې کوچنۍ ماشومې څخه په تورخم کې مور پلار ایسارول غیری اسلامي او انساني عمل دی.
دوی په ننګرهار او کابل کې هم په پاکستاني سفارت او قونسلګرۍ تور پورې کړ چې د افغان ناروغانو ته د ویزې ورکول په ډیرې سختۍ سره کوي.
افغانان تور پوري کوي چې یاد هېواد غواړي افغانان له هرې خواوې وځوروي که هغه د ویزو په ورکړه وي او یاهم په نورو موضوعاتو کې
د یادولو ده چې د کاینات د ژغورولو او د هغې د مور او پلار د ورتګ پر موخه د افغان چارواکو په ګډون ډیری افغانانو اوس هر اړخیزه مرستې پیل کړي.
 
https://avapress.com/vdcbf5b5grhbg9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته