دغه مراسم تېره ورځ د ایران سفارت کې ترسره شول، چې د عبدالله عبدالله په ګدون د هغه دویم مرستیال محمد محقق او کریم خلیلي هم پکې ګډون درلود.
ښاغلي عبدالله ایران ته د اسلامي انقلاب د بریا مبارکۍ ورکړې تر څنګ ایران د افغانستان نږدې ملګری بللی او هیله یې ښودلې چې سیمه کې راټوکېدلی کړکېچ ژر تر ژر کم شي.
د ښاغلي عبدالله په وینا د امریکا او ایران کړکېچ نېع په نېغه د افغانستان پر وضعیت اغیز کړی دی.
اجرائیه رئیس همدراز وویل چې د ملي یووالي حکومت په دوره کې ایران سره اقتصادي، سوداګریزې او فرهنګي اړیکې د پراخېدو په حال کې وې، او دغه لړ کې هڅه شوې تر څو له ټولو ګاوندي هېوادو سره د متقابل احترام په چوکات کې اړیکې پیاوړې کړي.