د دې ادارې د کنټرول او څار رئیس سید عارف میر رسنیو ته وایي، د دې ترڅنګ دوی د سیمکارټونو په وېش باندې هم کنټرول زیات کړی دی.
هغه زیاته کړه، اترا ادارې په دې وروستیو کې په ټولو هغو سیمکارټونو څار جدي کړی چې افغانستان ته راوړل کېږي، تر هغه چې د اترا ادارې اجازه نهوي هېڅ سیمکارټ افغانستان ته نهشي داخلېدی او ترکومه چې اترا اداره په جریان کې نهوي یو سیمکارټ به هم بازار ته ورنهکړل شي.
بلخوا د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني وايي: «د سیمکارټونو د خرڅلاو په برخه کې دومره اسانتیا رامنځته شوې چې ان کولای شو په ۲۰ افغانیو هم یو سیمکارټ واخلو چې ترې زیاتې جرمي قضیې هم راپېښېږي چې زموږ لپاره هم سرخوږی دی.»
که څه هم غیر قانوني سیمکارټونه یوه جدي ستونزه یادېږي، خو لاهم د کابل او ولایتونو په واټونو کې په ازاد ډول خرڅېږي.
له دې ډول سیمکارټونو استفادې د پولیسو کار هم ستونزمن کړی او د مجرمینو او نورو وسله والو ډلو د غړو تعقیب ورته سخت شوی دی.