دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 203557
نن د شنبې ورځ د ۲۰۲۰ میلادي کال د فرورۍ د میاشتې پینځلسمه (۱۵) او د ۱۴۴۱ هجري قمري کال د جمادي الثاني د میاشتې شلمه (۲۰)نیټه ده چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور او نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي(۱) امام د امیر المومنین حضرت علي بن ابي طالب علیه السلام د میرمنې حضرت بي بي فاطمه الزهرا سلام الله علیها له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري . حضرت فاطمه الزهرا س له ماشومتوب څخه د وحي په کور کښې د خپل ګران پلار حضرت محمد ص په لارښونو سره د کمال ، د علم او د فضلیت ترټولو لوړو درجو ته ورسیده .
د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد ص ګرانې لورې حضرت بي بي فاطمه الزهرا س دغه راز د نړۍ د شیعه مسلمانانو د لومړي امام حضرت علي علیه السلام په پاک کور کښې په ترټولو ښه ډول د میرمنې او د مور دندې ترسره کړې او د امام حسن علیه السلام او د امام حسین علیه السلام او د حضرت زینب سلام الله علیها په شان ستر انسانان یې په خپلې غیږې کښې تربیت کړل .

حضرت فاطمه س په ټولو اړخونو کښې د نړۍ د میرمنو بیلګه ګڼل کیږي او په ایران کښې د هغې د زوکړې ورځ چې د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د زوکړې له کلیزې سره سمون خوري د مور او د ښځې د ورځې په توګه نومول شوي ده او په دغه ورځ د مور  په تیره بیا د میندو د مقام درنښت کیږي .

په همدې مناسبت په اسلامي هیوادونو لکه افغانستان ایران پاکستان کښې بیګا او نن ورځ د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د ګرانې لور بي بي فاطمه الزهرا سلام الله  علیها د زوکړې په مناسبت خلک جشنونه او خوشحالۍ کوي او شیرینې ویشي .
 
https://avapress.com/vdchmxniq23nvmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته