دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 203595
پاکستانیانو لپاره حج ته تلل ولې سخت شوي؟
"حج یو فرض عبادت او مذهبي رسم دی خو په پاکستان کې ورو ورو په یوه ارمان بدلېدوونکی دی، ځکه چې حکومت يې د تېر په څېر سږ کال هم لګښت ډېر کړی دی." دا خبره د راولپنډۍ اوسېدونکی ۶۱ کلن عمیر درانی کوي. هغه یو کال مخکې له خپلې مېرمنې سره په ګډه له سرکاري يا حکومتي لارې حج ته د تللو لپاره غوښتلیک سپارلی و خو لا يې هم دغه ارمان نه دی پوره شوی. دی سږ کال هم حج ته د تلو هیله لري.

د پاکستان حکومت تازه د ۲۰۲۰ کال لپاره د حج تګلاره اعلان کړې چې پر بنسټ يې حج ته د تلو لګښت تر پخوا ډېر شوی دی.
عمیر دراني دې تګلارې ته په غبرګون کې ویلي چې "حکومت له غریبو او منځنۍ کچې اقتصاد لرونکو خلکو حج لرې کړی دی."
https://avapress.com/vdcjhte8iuqeyiz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته