ملګري ملتونه وايي، د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول ټاکونکی دی او دوی دا پروسه له نږدې څاري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش په اسلام اباد کې له افغان کډوالو د پاکستان د څلوېښت کلن کوربتوب په مناسبت جوړې شوې ناستې ته ویلي، د سیمه ییزې اجماع د جوړولو په برخه کې د پاکستان رول ټاکونکی او اړین و.
هغه روان مذاکرات حیاتي بللي او په اړه یې خوشبیني ښودلې ده. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د میلیونونو افغان کډوالو د کوربهتوب په خاطر پاکستان وستایه.
هغه زیاته کړه د پاکستان خلکو د میلیونونه افغانانو کوربهتوب کړی دی له هغوی سرهیې ټول امکانات شریک کړي دي."
ګوتریش افغانستان ته له پاکستانه د افغان کډوالو په خپله خوښه ستنېدو ټينګار وکړ او د نړۍ په هېوادونو یې غږ وکړ چې له پاکستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي .