دخپریدو نیټه :شنبه ۳ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۲
د مطلب کود : 204063
هغوئ،چي په يو شخصي سالون کي راغونډ سوي وه،په ويناو کي يې محمد اشرف غني ته د افغانستان ددوهم ځل جمهور رئيس کيدو مبارکي ورکړه او دنوي جمهور رئيس څخه يې ددايمي سولی راوستلو غوښتنه وکړه. په غونډه کي ويناوالو د ټاکنو دپايلو اعلان د افغانستان د جوړيدو بياځلي پيل ياد کړ.

په خبره يې،له اوږده ځنډ وروسته يې د افغانستان د بيا جوړيدو اميد پيدا کړ،موږ د افغان خاوري ماليکين يو او دخپلي خاوري روزنه زموږ دنده ده.
اوس موږ ته پکار ده،چي دخپل منتخب جمهور رئيس ترڅنګ ودريږو،ملاتړ يې وکړو او دغه کړيدلی هيواد جوړ او له کړاونو وژغورو.
مشرانو پر سوله او ولسواکۍ ټينګار وکړ،په خبره يې که ولس ته په رښتنې ډول وخت ورکړل سي ستونزي حل دي.
هغوئ دمحمد اشرف غني بريا د افغان ولس بريا وبلل،په خبره يې ولس په ډيرو سختو شرايطو کي راوتلی او دخپل هيواد سرنوشت يې په خپله ټاکلی،نو د ولس ددغه ملي ارادې ستاينه دي وسي.
 
https://avapress.com/vdcaiynue49nww1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته