دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۹
د مطلب کود : 204252
تېره ورځ د کندهار د عامي روغتیا ریاست له لوري په یوه خصوصي سالون کي د کندهار صحي علومو انیسټیټوټ په بیلابیلو څانګو کي د نیمه لوړو زده کړو په موخه د ۱۲ ټولګيو سلګونه فارغینو، چي انجوني او هلکان پکښي شامل وه، ازموینه ورکړه. د ازمویني پر مهال د کابل څخه راغلي پلاوي، د ولایت مقام بشري سرچینو رئيس جاویدالله سلطاني او یو شمیر نورو مسؤلینو هم حضور درلود.
د ازمویني پر مهال د عامي روغتیا رئيس ډاکټر محمدطاووس اشرف نادري وویل، چي د دې ازمویني لپاره ۱۹۰۰ کسانو نوم لیکنه کړې وه او ۷۵۰ تنه د ازمویني پر مهال حاضر وه، چي تر ازمویني وروسته به ۱۵۰ تنه د کندهار صحي علومو انسټیټوټ د عالي نرسنګ، قابلګي، فارمسي او طبي ټکنالوژي په څانګو کي د نیمه لوړو زده کړو موقع ترلاسه کړي.
وروسته د ولایت مقام د بشري سرچینو رئيس جاویدالله سلطاني وویل، د دې ازمویني لپاره سوالونه له مرکز کابل څخه رالېږل سوي وه، چي د ټاکل سوي هیئت په حضور کي خلاص سول او په شفافه توګه به ازموینه ترسره سي، تر څو حق و حقدار ته ورسیږي.
https://avapress.com/vdcamynuu49nwu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته