دخپریدو نیټه :سه شنبه ۶ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۴۴
د مطلب کود : 204254
د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک ومړ
د مصر پخوانی ولسمشر حسني مبارک د ۹۱ کالو په عمر نن سې شنبه قاهره کې په روغتون کې ومړ. ښاغلی مبارک په ۲۰۱۱ کال کې د مصري پوځ لخوا له واکه وپرځول شو. تر هغه وړاندې دی د درې لسیزو لپاره د مصر ولسمشر پاتې شوی و.
د ۱۹۸۱ کال د اوکتوبر ۶ مه نېټه مصر د اسراييلو پر ضد د ۱۹۷۳ کال خپل جنګ بری لمانځه. ولسمشر انور السادات له جګ پوړيو دولتي چارواکيو او بهرنيو مېلمنو سره د يو پوځي پرېډ کتلو مراسمو ته ورغلی و. د پرېډ څو تنه سرتېريو چې له (الجماعة الاسلاميه) ډلې سره يې تړاو درلود، پر ولسمشر انور السادات بريد وکړ، چې ورسره د بري لمانځنې دغه مراسم مصر ته په ماتم واوښتل. د سادات د مرګ اعلان په هماغه ورځ د وخت مرستيال ولسمشر حسني مبارک وکړ.
خو څه د پاسه يوه اوونۍ وروسته د اوکتوبر په ۱۴ مه د مصر پارلمان حسني مبارک چې د سادات مرستيال و، د دغه هېواد ولسمشر وټاکه.
دی د مصر څلورم ولسمشر و. حسني مبارک په ۱۹مه پېړۍ کې د محمد علي له واکمنۍ راهيسې د مصر تر ټولو اوږدمهاله واکمن پاتې شوی دی.
دی چې په يو خورا سخت وخت کې واک ته ورسېد، ډېرو د دې اټکل نه کاوه چې د چارو پر کنټرول او بيا دومره اږده موده په پاتې کېدو توانېږي.
 
https://avapress.com/vdccp0qi02bqxi8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته