سعودي عربستان د هغو هېوادونو عمره کوونکو ته د وېزې ورکول ځنډولي، چې د کورونا وېروس پېښې پکې ثبت شوې او یا د سیلانۍ لپاره سعودي ته ځي. د سعودي د بهرنیو چارو وزارت خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې یادو هېوادونو ته هم سفر ونه کړي.
د سعودي د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په عمره کوونکو کې د کورونا وېروس د وېرې له کبله یې ځینې وقایوي ګامونه اخیستي دي.