دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۲ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۰
د مطلب کود : 204654
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د طالب زندانيانو د خوشي کولو په تړاو ويلي، د باور جوړونې لپاره له ټولو اړخونو سره گډ کار کوي . ښاغلي پامپيو د سي بي اېس له ټلويزيوني شبکې سره خبرو کې په همدې تړاو وويل، ډېر خلک به د رسنيو د پام اړونې له پاره يو لړ خبرې کوي .
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې د امریکايي سي بي اېس ټلویزیون نطاقې په وینا تازه له دوحې ستون شوی او مرکې ته ناست و، له عمده پوښتنو سره مخ و چې په هغه کې پر طالبانو د باور کولو، د بندیانو خوشې کولو او د لاسلیک شوي هوکړه لیک په اړه د امریکا د پارلمان غړو ته د وضاحت ورکړه وه.
د سي بي اېس ټلویزیون نطاقې مارګرېت برینا چې کله د ولسمشر محمد اشرف غني پرونیو څرګندونو په اړه ښاغلي پمپیو وپوښت چې د طالب بندیانو خوشي کولو باندې هوکړه نه ده شوې، ایا امریکا موافقه کړې چې د ۵۰۰۰ بندیانو خوشي کولو کې به مرسته کوي.
هغه وویل:"تاسې ولیدل چې په سند کې څه لیکلي ول، ویل شوي چې موږ به له ټولو ښکېلو خواوو سره کار کوو چې اعتماد سازي وکړو، افغان حکومت غیر طالبان خلک او موږ غواړو چې په دې کې ټول وي، موږ غواړو چې ښځې په کې ښکېلې وي. ډېر خلک به وي چې یو څه به وایي، ډېر شور او زوږ به وي چې په رسنیو کې له یوه بل سره د رقابت له پاره ځان ته د خلکو پام ور واړوي، څه چې مهم دي زموږ کار دی. هغه بحثونه چې مو درلودل. موږ اوږده لار وهلې ده.کله چې زه په دوحه کې وم د دفاع وزیر د ناټو له سرمنشي یان سټولټنبرګ په کابل کې و. هغوی یوه اعلامیه درلوده. د افغانستان د حکومت له خوا هم ژمنه وشوه. هېڅوک داسې ګومان نه کوي چې دا دې آسان کار وي. موږ د دې لپاره چې امریکايي سرتېري کور ته ستانه کړو زمینه برابره کړې او په افغانستان کې مو د امریکایانو د ژوند له لاسه ورکولو خطر کم کړی او هیله لرو داسې شرایط مو برابر کړي وي چې افغانان د څلوېښت کلنې جګړې له پاره حل لار موندلې وي."
 
https://avapress.com/vdcgnt9xtak9z34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته