بلخوا راپورونه وایي چې د کندهار ولایت د خاکریز ولسوالۍ په”سریګاو” سیمه کې طالبانو تیره شپه یوه پوسته نیولې او د قوماندان فولاد په ګډون یې ۱۵ عسکر وژلي او یو تن یې ژوندی نیولی دی.
طالبانو د پیښې مسؤلیت منلی او زیاته کړې یې ده چې د برید پرمهال یې ۲ شوبلي، یورینجر اویو بائپور موټر سوځولي او ۴میله وسلې یې هم له ځانه سره وړې دي.
له همدې ولایته په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د یاد ولایت د میوند ولسوالۍ اړوند د بند تیمور په سیمه کې نن سهار وختي دخادې دپوستې ۵ تنه عسکر د وسلوال برید په ترڅ کې ځای پرځای وژل شوي، دغه راز په یاده سیمه کې څو تنه نور عسکر هم په بیلابیلو چاودنو کې وژل شوي دي.
سیمیزو چارواکو تر دې مهاله ددې پیښو په هکله کوم سپیناوی نه دی کړی.
آخوا دارزګان ولایت مرکز ترينکوټ اړوند د “نچین کمربند” په سیمه کي بیا طالبانو تیره شپه یوه پوسته نیولې او ۹ تنه دولتي عسکر یې وژلي، څو نور ټپیان دي.
له هلمنده راپورونه وایي چې تیره شپه د ګرمسیر ولسوالۍ اړوند دمیلې د غونډۍ او دزنو سیمو کې بیلابیلو بریدونو کې نږدې ۱۰ تنو عسکر وژل شوي او څو نور ژوبلیدلي دي.
دا بریدونه داسې مهال ترسره کیږي، چې د ګډحکومت مشرتابه اشرف غني یوځل بیا د بین الافغاني مذاکراتو د پیل برخه کې د خڼډونو د رامنځته کولو هڅې پیل کړې او کوښښ کوي چې د خپلې بقاء لپاره د سولې ټولې هڅې خنثاء کړي