دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۲
د مطلب کود : 205622
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د هرات له یوه روغتونه د دوه ښځو په ګډون هغه ۳۸ تنه تښتېدلې چې د کورونا وېروس د شک له امله په قرنطین کې وو. د دغه وزارت ویاند وحیدالله ماریار رسنیو ته ویلي چې دغه کسان نن ( دوشنبه مارچ ۱۶) مازدیګر د خپلو خپلوانو په مرسته د یوشخړې په پایله او د روغتون د ښېښو په ماتولو سره تښتېدلي دي.

ښاغلي مایار ویلي دې کسانو ډاکټران هم وهلی او موظفو پولیسو سرتیرو د وضعیت په کابو کولو کې مرسته نه ده کړې.
د هرات د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ځینو رسنیو ته ویلي چې په تښتېدلو کسانو کې یوه مثبته پېښه هم ده چې د دایکندي ولایت اوسېدونکی دی.
له دې وړاندې داسې شکایتونه وو چې ګواکې د قرنطین په خونه کې د پالنې امکانات نشته او سمه درمنله هم نه کیږي.
د رسمي شمېرو له مخې په هرات کې د کورونا وېروس یوولس مثبتې پېښې ثبت شوي او یو شمېر نور مشکوک دي.
 
https://avapress.com/vdccipqii2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته