دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۶
د مطلب کود : 205629
د افغانستان د پریمیر لیګ پانګوال هندي شرکت د افغانستان له کریکټ بورډ څخه د ۵ میلیونو ډالرو د مالي تاوان غوښتنه کړې. کریکټ بورډ بیا وايي چې د سنیکسر سپورټ شرکت پر وړاندې پر خپل دریځ کلک ولاړ دی.
له هغې وروسته چې د افغانستان کریکټ بورډ په ۲۰۱۹م کال کې د افغانستان د پریمیر لیګ سوداګریزې سیالۍ وځنډولې، د سنیکسر سپورټ په نامه هندي شرکت د کریکټ بورډ څخه د ۵ میلیونو ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده. کریکټ بورډ وايي چې له یاد هندي شرکت سره یې دغه قرارداد د لیګ د حقوقو د فیس او روڼتیا د نه شتون له کبله لغوه کړی دی.
د افغانستان کریکټ بورډ په دې تړاو پر خپله رسمي ویبپاڼه لیکلي: «افغانستان کرکټ بورډ د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې د افغانستان شل اوریزه غوره لیګ (APLT20) د لومړي پړاو لپاره له پانګوال سنکسر سپورټ سره د سوداګریزو حقوقو هوکړه لیک لغوه کړ، ځکه یاد شرکت په قرارداد کې د لیګ حقوقو د فیس ورکړې او روڼتیا له اصولو سرغړونه کړې او د افغان لیګ روڼتیا ته له یو شمېر هغو کسانو ګواښونه وو چې له سنکسر سپورټ سره یې تړاو یا اړیکه درلوده.»
د افغانستان د سوداګریز لیګ هندي پانګوال شرکت په دې تړاو په لندن کې د قضا له نړیوالې محکمې سره خپله قضیه هم ثبت کړې ده، خو کریکټ بورډ وايي چې یاد هندي شرکت د خراب مالي حالت له کبله د افغانستان د شل اوریزه لیګ د ترسره کولو وړتیا نه لري. کریکټ بورډ وايي: «سنکسر سپورټ شرکت سربېره پر دې چې افغانستان کرکټ بورډ ورسره د پام وړ نرمښت او انعطاف کړی؛ د لیګ حقوقو د فیس ورکړې او حق الزحمې په ډګر کې پاتې راغلی دی او یاد شرکت د خپل ځوړند مالي حالت له امله له قرارداد سره سم د افغانستان شل اوریز غوره لیګ د دویم پړاو د ترسره کولو وړتیا نه لري.»
د افغانستان کریکټ بورډ د تیر میلادي کال په وروستیو کې د افغانستان د شل اوریز سوداګریز لیګ د سیالیو د ځنډولو پریکړه کړې وه او هغه وخت یې دلیل د سنیکسر شرکت له لوري د پیسو او فیس د نه ورکړې خبره کړې وه.
 
https://avapress.com/vdcj8ie8huqeymz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته