دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۸ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
د مطلب کود : 205695
په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې سر له سې شنبې د افغانستان او نوي ډيلي ترمنځ هوایي تګ راتګ د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله د مارچ تر ۳۱مې نېټې بند شوی دی. له دې وړاندې هند له افغانستان، نیپال او مالیزیا پر ورتلونکو الوتنو بندیزو اعلان کړی و.
خو اوس په نوي ډيلي کې د افغانستان سفارت وایي چې له نوي ډيلي نه کابل ته هم الوتنې ځنډېدلې دي، او هند کې مېشت کسان باید کابل ته د تلو نورې لارې چارې ولټوي.
له دې اعلان وروسته هغه زرګونه افغان محصلین، سیلانیان، سوداګر او ناروغان چې دا مهال په هند کې دي، لږ تر لږه د مارچ میاشتې تر پایه ښایي هماغلته ایسار پاتې شي.
نوي ډيلي کې د هند سفارت وایي چې د اوس لپاره یې هر ډول قونسلي خدمتونه هم درولي او یوازې بېړني حالت کې هند کې مېشت افغانان ورسره اړیکه نیولی شي.
 
https://avapress.com/vdccopqip2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته