دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۲۰:۵۱
د مطلب کود : 206473

ټاکلې وه تانیا خپله څلورمه کلیزه د پنجشنبې په ورځ ولمانځي، خو چارشنبه برید وشو او هغې دا هیله ګور ته ور سره یووړه.
هغه ورځ د کابل شوربازار کې د سیکانو پر عبادتځي برید وشو چې ۲۶ کسان پکې ووژل او اته ټپیان شول، د تانیا څنګ ته یې د مور مړی هم و.
 تانیا غوښتل له برید یوه ورځ وروسته خپله څلورمه کلیزه ولمانځي.
کله چې اول ډز کېده سوني سینګ د عبادتځي تشناب کې و او له لاس او مخ مینځلو وروسته یې غوښتل درمسال کې له نورو عبادتګرو سره یو ځای شي.
خو اول ډز سره د درسمال یا ګردوارې مسلمان ساتونکی محرم علي وژل شو، چې له پنځو کلونو راهیسې یې دا دنده درلوده.
سوني سینګ اول ډز سره له لاسمینځي ووت او بریدګر یې ولید چې د سرحدي پولیسو په جامه کې انګړ ته ورسېد.
سوني سېنګ باوري و چې بهر ترهګرو برید کړی او امنیتي سرتېری انګړ ته ننوتلی او غواړي بام ته وخېږي، خو ویې لیدل چې بریدګر پر ۱۳ کلن ماشوم ډز وکړ.
دی له بریدګر نږدې ۲۰ متره لرې او شا ته یې و، ځکه وتښتېد او له نورو دریو کسانو سره خونه کې پټ او ځان پورې یې دروازه وتړله.
ګوردواره درې پوړیزه ده، ترورزی یې له دویم پوړ دغه بریدګر ته نارې وهي: "دا د راتلو وخت دی، ترهګرو ټول ووژل".
خو نه پوهېږي چې غږ پر بریدګر کوي، په ده هم ډزې کېږي، خو تښتي او له څو ماشومانو سره خونه کې پټېږي.
 
https://avapress.com/vdchq-nix23nvkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته