دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 207306
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له خاورې یې افغانستان ته د تجارتي لاریو او کانتینرو د لېږد لپاره به د تورخم او سپین بولدک دروازې د روانې اپرېل میاشتې له لسمې نېټې پرانیزي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې عایشه فاروقي پر ټوېټر پاڼه لیکلي چې دا لارې به په اوونۍ کې درې ورځې، دوشنبه، چارشنبه او جمعه پرانیستې وي.

نوموړې وایي، دا ګام یې د افغان حکومت په غوښتنه او د کورونا وېروس نړیوالې وبا په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره د مرستې په موخه اخیستی دی.
په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل هم د پاکستان حکومت د دې پرېکړې پخلی کړی او مننه یې ترې کړې ده.
پاکستان د تېرې مارچ میاشتې په نیمایي‌ کې اعلان وکړ چې د کورونا وېروس په تړاو د اندېښنو له کبله به له افغانستان سره د تګ راتګ لارې د مساپرو او ترانزیت پر مخ تړي.
د پاکستان حکومت له دې ګام وروسته هغه زرګونه افغانان چې پاکستان ته تللي وو،‌ هماغلته ایسار پاتې شول.
 
https://avapress.com/vdcdz50x9yt0zs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته