دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۶ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۴
د مطلب کود : 207686
کابل کې په موټرسایکلونو ګرځېدل راګرځېدل منعه شول
د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د وري میاشتې له ۲۷مې نېټې چهارشنبې څخه به په کابل ښار کې په موټرسایکلونو ګرځېدل راګرځېدل منعه کړي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاندې مروې امیني د دوشنبې په ماښام «۱۳۹۹ کال د وري ۲۵» ازادي راډیو ته وویل، له دې ګام څخه هدف په کابل ښار کې د ترهګرو بریدونو، هدفي وژنو او نورو جنايي جرمونو چې ډېر کله د موټرسایکل سپرو له‌خوا ترسره کېږي، مخه نیول دي.
هغه زیاته کړه: "د کورنیو چارو وزارت مشرتابه پرېکړه کړې چې د وري میاشتې له ۲۷ نېټې چهارشنبې څخه به تر بلې اطلاع پورې په کابل ښار کې پر موټرسایکلونو ګرځېدل راګرځېدل منعه وي. هغوی چې سرغړاوی کوي موټرسایکل‌یې ضبطېږي او له چلوونکو سره‌یې د قانون سره سم چلند کېږي."
په پلازمېنه کابل کې پر ترهګریزو بریدونو سربېره، وژنې، غلاوې او نور جنايي جرمونه هم د خلکو په لویه اندېښنه بدل شوي دي.
تر دې مخکې د کابل په لوېدیځ کې په پنځمه امنیتي حوزه کې د تېرې جمعې د ورځې راهیسې پر موټرسایکلونو بندیز لګېدلی و.
په دې بندیز کې د قمبر څلورلارې، خوشحال خان مېنه او د کوټې سنګي شااوخوا سیمې شاملې وې، خو سر له سبا چهارشنبې هېڅوک د کابل په هېڅ سیمه کې پر موټرسایکل د ګرځېدو اجازه نه‌لري.
https://avapress.com/vdcevf8wpjh87pi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته