یو شمېر رسنیو د یادې ادارې له لوري د خپرې شوې اعلامیې په بنسټ لیکلي، چې تر دې دمه د افغانستان له زندانونو څخه د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۵۱۸ زندانیان د اشرف غني له فرمان سره سم خلاص شوي.
اعلامیه کې وړاندې ادعا شوې، چې په زندانونو کې د کورونا هیڅ مثبته پېښه نه دی ثبت شوې او د زندانیانو د تراکم د کمولو او د ناروغي د خپرېدو د مخنیوي په موخه په اویا میلیونه افغانۍ بودیجه باندې د پلچرخي زندان دننه د دوو ساختمانونو د جوړښت چارې پيل شوې.
یاده دې وي، چې څه موده وړاندې اشرف غني د یوه فرمان له لارې امر ورکړ، چې له کورونا سره د مبارزې په موخه دې لس زره تنه زندانیان خلاص کړل شي.
بل لور ته په هیواد کې د کورونا د پېښو له زیاتېدو سره هم مهاله داسې اندېښنې هم شته، چې ښایي دا مرګونې ناروغي زندانونو ته سرایت وکړي او هلته یوه انساني فاجعه رامنځته کړي.
څو ورځې وړاندې هم د پکتیا ولایت په مرکزي محبس کې زندانونو د کورونا له ویرې بغاوت کړی وو، خو وروسته زندانیان د زندان د منسوبینو له لوري شدید وهل شوي ټکول شوي وو.