دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۴ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۴۱
د مطلب کود : 208498
په کابل او ځینو نورو ولایتونو برښنا پرې شوې
افغانستان برښنا شرکت وايي د بغلان ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د برښنا مزي په مرمیو لګېدلي او په کابل او ځینو نورو ولایتونو برښنا پرې شوې ده.


دغه شرکت دا اعلان نن په یوه اطلاعیه کې کړی.

برښنا شرکت ویلي د ازبکستان د وارداتي برښنا د انتقال مزي په دوشي کې دوه ځایه په مرمیو لګېدلي او دوی هڅه کوي چې پرې شوي مزي وصل او تر مازدیګره کابل او نورو ولایتونو ته برق وصل شي. له دې مخکې هم د افغانستان له شماله کابل او نورو سیمو ته د برښنا مزي په جنګونو کې په مرمیو ویشتل شوي او ان ځینې پایې منفجر شوي چې په ورځو ورځو یې پلازمېنه کابل او نور ولایتونه له برښنا بې‌برخې کړي و.
https://avapress.com/vdcgy79x7ak9zt4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته